5 آسف د هغوئ مشر وو او دا سړى د هغۀ مددګاران مقرر شُو: زکرياه، يعىايل، سميراموت، يحىايل، متتياه، اِلياب، بناياه، عوبيد ادوم او يعىايل. هغوئ به بينجو غږولې. آسف چمټې غږولې،
داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمدوثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.
داؤد بادشاه آسف او د هغۀ ملګرى ليويان د هرې ورځې د خِدمت دپاره مقرر کړل چې په هغه ځائ کښې کېدو چرته چې د لوظ صندوق کېښودلے شو. هغوئ به هلته هره ورځ خپلې ذمه وارۍ پوره کولې.
داؤد څۀ ليويان مقرر کړل چې د لوظ صندوق مخامخ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت وکړى او د هغۀ ثناء صِفت وکړى.
او دې دوو اِمامانو بناياه او يحزىايل به د لوظ صندوق په وړاندې هره ورځ بيګلې غږولې.
تحت، اورىاېل، عُزياه او ساؤل.
آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسبنامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا،
بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،