Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 16:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 16:42
8 Iomraidhean Croise  

د سندرغاړو د ډلو نه هغوئ دا سړى خوښ کړل چې د زېړو چمټې وغږوى: د يوايل زوئ هيمان، د هغۀ خپلوان، د برکياه زوئ آسف او د مرارى قبيلې د قوساياه زوئ ايتان. د هغوئ د مدد او غږولو دپاره يې دا ليويان خوښ کړل چې د دروند آواز والا بينجو وغږوى: زکرياه، عُزى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، عُنى، اِلياب، معسياه او بناياه. د سپک آواز والا بينجو غږولو دپاره هغوئ دا ليويان خوښ کړل: متتياه، الفلهُو، مِقنياه، عززياه او د عبادتخانې څوکيداران، عوبيد ادوم او يعى‌ايل.


د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمد‌و‌ثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو.


اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو.


ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan