Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 16:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 هلته د هغوئ سره هيمان، يدوتون او نور کسان وُو چې کوم خصوصاً د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې د ثناء صِفت کولو دپاره خوښ کړے شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 16:41
21 Iomraidhean Croise  

د سندرغاړو د ډلو نه هغوئ دا سړى خوښ کړل چې د زېړو چمټې وغږوى: د يوايل زوئ هيمان، د هغۀ خپلوان، د برکياه زوئ آسف او د مرارى قبيلې د قوساياه زوئ ايتان. د هغوئ د مدد او غږولو دپاره يې دا ليويان خوښ کړل چې د دروند آواز والا بينجو وغږوى: زکرياه، عُزى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، عُنى، اِلياب، معسياه او بناياه. د سپک آواز والا بينجو غږولو دپاره هغوئ دا ليويان خوښ کړل: متتياه، الفلهُو، مِقنياه، عززياه او د عبادتخانې څوکيداران، عوبيد ادوم او يعى‌ايل.


د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده.


داؤد بادشاه آسف او د هغۀ ملګرى ليويان د هرې ورځې د خِدمت دپاره مقرر کړل چې په هغه ځائ کښې کېدو چرته چې د لوظ صندوق کېښودلے شو. هغوئ به هلته هره ورځ خپلې ذمه وارۍ پوره کولې.


چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل،


د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“


کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“


هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.


د دې نه علاوه د خُدائ پاک د کور دوه سوه او شل داسې خِدمتګاران هم وُو چې داؤد بادشاه او د هغۀ آفسرانو د هغوئ پلار نيکۀ د دې دپاره مقرر کړى وُو چې د ليويانو مدد کوى. او د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو.


تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.


د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.


ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“


ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو.


د دې دولسو سړو په مدد سره موسىٰ او هارون،


او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan