Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 16:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 16:39
8 Iomraidhean Croise  

د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،


خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.


يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.


داؤد صدوق او ابياتار اِمامان او دا شپږ ليويان يې راوغوښتل: اورى‌اېل، عساياه، يوايل، سمعياه، اِلى‌ايل او عمى‌نداب.


د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربان‌ګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،


نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan