38 د يدوتون زوئ عوبيد ادوم او د هغۀ د قبيلې اتۀ شپېتۀ سړو د هغوئ مدد کولو. حوسه او عوبيد ادوم د دروازو د څوکيدارۍ مشران وُو.
نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به دا د ځان سره يروشلم ته نۀ وړى، نو هغه د لارې نه واوړېدو او صندوق يې د عوبيد ادوم کور ته يوړو، چې هغه د جات د ښار وو.
نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“
دا هلته درې مياشتې پاتې شو او مالِک خُدائ د عوبيد ادوم خاندان او هغه هر څۀ له برکت ورکړو چې د هغۀ وُو.
د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمدوثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو.
د مرارى د قبيلې حوسه څلور زامن وُو، سِمرى، خپل پلار دې د خپلو زامنو مشر جوړ کړو، اګر چې هغه د ټولو مشر نۀ وو،