Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 16:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 16:35
15 Iomraidhean Croise  

چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى، ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.


څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان، کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.


مونږ ټوله ورځ په خُدائ پاک باندې فخر کوُو، مونږ به تل ستا د نوم حمد و ثناء کوُو.


څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل، کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى.


دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“


خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“


زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم


نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“


نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.


نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan