30 اے ټولې دُنيا، د هغۀ په مخکښې ورېږدېږئ. زمکه پخه لګولے شوې ده او نۀ شى خوځېدلے.
اے ټولې دُنيا، د مالِک خُدائ صِفت وکړئ، د هغه زېرى اِعلان هره ورځ کوئ چې هغه بچ کول کوى.
مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى.
د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ،
اے آسمانه او اے زمکې، خوشحالى وکړئ، قومونو ته ووايئ چې مالِک خُدائ بادشاه دے.
نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه. نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه
مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.
د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ، اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.
خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“