Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بيا هغۀ په ټول بنى اِسرائيل کښې هر سړى او ښځې له يوه روټۍ، د غوښې يوه برخه او څۀ کشمش ورکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 16:3
11 Iomraidhean Croise  

سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.


کله چې داؤد سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کول بس کړل، نو هغۀ د مالِک خُدائ په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو.


داؤد څۀ ليويان مقرر کړل چې د لوظ صندوق مخامخ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت وکړى او د هغۀ ثناء صِفت وکړى.


حزقياه بادشاه يو زر غوَيى او اووۀ زره ګډان خلقو له ورکړل چې حلال يې کړى او وې خورى او آفسرانو هغوئ له يو زر نور غوَيى او لس زره ګډان ورکړل. نو داسې د ډېرو اِمامانو د پاکوالى رسم ادا شو.


نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او ميو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې چا سره دا څيزونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“


د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو، او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه، ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.


د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.


دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“


د شکايت نه بغېر په خپلو کښې د يو بل مېلمستيا کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan