28 د زمکې ټولو قومونو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.
د هغۀ نه ګېرچاپېره جلال او عزت دے، د هغۀ عبادتخانه د طاقت او د خوشحالۍ نه ډکه ده.
د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ،
ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،
خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى، او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.
خُدائ پاک په خپل قدرت کښې وستايئ، د چا چې دبدبه په بنى اِسرائيلو او زور په آسمانونو دے.
اے د ټولو قومونو کورَنو، د مالِک خُدائ ثناء او صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ لوئى او طاقت بيان کړئ.
اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ، د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،
په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى.