26 د نورو ټولو قومونو خُدايان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه پېدا کړى دى.
د هغۀ نه ګېرچاپېره جلال او عزت دے، د هغۀ عبادتخانه د طاقت او د خوشحالۍ نه ډکه ده.
چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى،
په شروع کښې تا د زمکې بنيادونه کېښودل، آسمانونه ستا د لاس کارونه دى.
ځکه چې د قومونو نور ټول معبودان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه جوړ کړى دى.
آسمان ته وګوره. تا له چې په نظر کوم ستورى راځى دا چا پېدا کړى دى؟ دا هغه ذات دے چې دا يې د لښکر په شان روان کړى دى، هغۀ ته پته ده چې دا ستورى څومره دى او هر يو ته خپل خپل نوم اخلى. د هغۀ قوت دومره زيات دے، چې د دې نه يو هم نۀ دے کم شوے.
خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،
مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.
زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“