23 اے ټولې دُنيا، د مالِک خُدائ صِفت وکړئ، د هغه زېرى اِعلان هره ورځ کوئ چې هغه بچ کول کوى.
قومونو ته د هغۀ د جلال اِعلان وکړئ، ټولو خلقو ته د هغۀ د عجيبه کارنامو بيان وکړئ.
د مالِک خُدائ حمدوثناء ووايئ، د هغه عجيبه کارونو په حقله ووايئ چې هغۀ کړى دى.
اے مقدسينو مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ، د هغۀ د مقدس نوم ثناء صِفت ادا کړئ.
ما په زړۀ کښې ستا د خلاصون خبره پټه نۀ کړه، هر ځائ کښې مې ستا د وفادارۍ او خلاصون خبره وکړه. ما ستا د ابدى مينې او وفادارۍ خبره په لوئ جماعت کښې وکړه.
زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم، ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم، کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.
نو مريم هغوئ ته دا حمدوثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمدوثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“
مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمدوثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.