22 ”زما خوښ کړے شوو خِدمت کوونکو ته ضرر مۀ رسوئ، زما پېغمبرانو ته تکليف مۀ رسوئ.“
خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“
د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيلمحوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.
اے ټولې دُنيا، د مالِک خُدائ صِفت وکړئ، د هغه زېرى اِعلان هره ورځ کوئ چې هغه بچ کول کوى.
هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ، او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.