20 هغوئ د يو مُلک نه بل مُلک ته سرګردانه ګرځېدل، د يوې بادشاهۍ نه بلې بادشاهۍ ته تلل راتلل.
او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى.
اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،
ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.
هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو،
د خُدائ پاک خلق په شمېر کښې کم وُو، چې د کنعان په مُلک کښې مسافر وُو.
خو خُدائ پاک هيڅ څوک پرې نۀ ښودل چې د هغوئ سره بد سلوک وکړى، د هغوئ د حِفاظت دپاره هغۀ بادشاهانو له خبردارے ورکړو،