19 د خُدائ پاک خلق په شمېر کښې کم وُو، چې د کنعان په مُلک کښې مسافر وُو.
يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“
هغوئ د يو مُلک نه بل مُلک ته سرګردانه ګرځېدل، د يوې بادشاهۍ نه بلې بادشاهۍ ته تلل راتلل.
خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو.
مالِک خُدائ تاسو سره د دې دپاره مينه نۀ ده کړې او نۀ يې خوښ کړى يئ چې تاسو د نورو خلقو نه زيات وئ، په حقيقت کښې تاسو د ټولو نه وړوکے قوم وئ.
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.