16 کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه.
نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“
دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.
او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى.
داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.
د خُدائ پاک لوظ هيڅکله مۀ هېروئ، چې کوم د پېړو پېړو پورې نۀ ختمېدونکے لوظ دے،
تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے، نو تا د هغۀ سره يو لوظ وکړو. دا لوظ چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې، د حِتيانو او اموريانو مُلک، د فرزيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک، چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسيږى. تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې.
بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.
او تاسو د نبيانو او د هغه وعدې وارثان يئ چې خُدائ پاک ستاسو پلار نيکونو سره کړې وه. هغۀ اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ”د زمکې ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.“
خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.