15 د خُدائ پاک لوظ هيڅکله مۀ هېروئ، چې کوم د پېړو پېړو پورې نۀ ختمېدونکے لوظ دے،
هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى.
کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه.
هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى، او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،
د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.
دا هر څۀ چې مونږ سره وشول خو بيا هم مونږ تۀ هېر نۀ کړې، هغه مو نۀ دے مات کړے کوم لوظ چې تا مونږ سره کړے دے.
”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.
ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،