12-13 د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے.
هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى.
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.
د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.
زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.
تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه او ستا فېصلې د اِنصاف دى
زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.
زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه
د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى. حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.
زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،
هغوئ هغه معجزې رايادې نۀ کړې کومې چې په مِصر کښې شوې وې، او نۀ هغه عجيبه کارنامې چې په ضُعن کښې شوې وې.
په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
او ما د قربانګاه نه يوه چغه واورېدله، ”آو، مالِکه خُدايه پاکه، تۀ په ټولو قادر يې، ستا ټولې فېصلې رښتينې او په حقه دى.“
ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“