11 د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون کوئ او هر وخت د هغۀ په حضور کښې اوسئ.
په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى.
مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، د خپل لوظ صندوق سره دې خاص ځائ ته دننه لاړ شه چې دا صندوق ستا د طاقت نښه ده. اے مالِکه خُدايه پاکه، ستا اِمامانو ته دې خلاصون مِلاو شى او ستا ايماندار خِدمت کوونکى دې ستا د مهربانۍ په وجه خوشحاله وى.
او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى، اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى.
ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
او هغۀ خپل د لوظ صندوق نورو ته حواله کړو، او خپل شان و شوکت يې دشمنانو ته حواله کړو.
کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى، دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى. د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى.
د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيتايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.