1 هغوئ د لوظ صندوق هغه خېمې ته يوړو چې داؤد ورله تياره کړې وه او هغه يې په خېمه کښې دننه کېښودو. بيا هغوئ خُدائ پاک ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.
سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.
سليمان بادشاه او د هغۀ سره ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې.
داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.
نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو.
کله چې داؤد سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کول بس کړل، نو هغۀ د مالِک خُدائ په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو.
د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى.
داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَتيعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه.
مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.
او مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى،