اول تواريخ 15:29 - Pakistani Yousafzai Pashto29 کله چې د لوظ صندوق ښار ته راوړلے شو، نو په دې وخت کښې د ساؤل لور او د داؤد ښځې ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نو هغې ورته په زړۀ کښې سپک وکتل. Faic an caibideil |
د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په هغه ورځو کښې په بيتايل کښې وو او د هارون نمسے، د اِلىعزر زوئ فينحاس د دې مشر وو. خلقو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ له په کار دى چې د خپلو وروڼو بنيامينيانو سره بيا جنګ له لاړ شُو او کۀ نه؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”جنګ وکړئ. زۀ به سبا په هغوئ باندې تاسو له فتح درکړم.“