Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 15:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 15:28
16 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ او ټولو بنى اِسرائيلو د چغو او د بيګل د آوازونو سره د لوظ صندوق يروشلم ته يوړو.


داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.


په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.


داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى.


داؤد د مهينې لټې نه جوړه شوې چُوغه اغوستې وه او موسيقارانو، د هغوئ مشر کنعنياه او هغه ليويانو هم د مهينې لټې چُوغې اغوستې وې چا چې صندوق وړلو. داؤد د لټې پېش بند هم اغوستے وو.


کله چې د لوظ صندوق ښار ته راوړلے شو، نو په دې وخت کښې د ساؤل لور او د داؤد ښځې ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نو هغې ورته په زړۀ کښې سپک وکتل.


داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو:


کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى.


د خُدائ پاک ثناء صِفت کوئ ثنا يې ووايئ، زمونږ بادشاه ته سندرې او ثناء صِفت وکړئ.


سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى، او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan