27 داؤد د مهينې لټې نه جوړه شوې چُوغه اغوستې وه او موسيقارانو، د هغوئ مشر کنعنياه او هغه ليويانو هم د مهينې لټې چُوغې اغوستې وې چا چې صندوق وړلو. داؤد د لټې پېش بند هم اغوستے وو.
داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.
نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.
دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو.
شيشې، د کتان جامې، پړُونى او بُرقعې.
په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.