Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 15:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بيا اِمامانو او ليويانو د دې دپاره خپل ځانونه پاک کړل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق يروشلم ته يوسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 15:14
8 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.


ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو.


دې سړو خپل ليويان راغونډ کړل او هغوئ ټولو خپل ځانونه پاک کړل. بيا هغوئ د مالِک خُدائ د کور پاکول شروع کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. هغوئ په خپل کار کښې د مالِک خُدائ د اصُولو منلو خيال ساتلو.


خو اِمامان دومره لږ وُو چې دا ټول ځناور يې نۀ شول حلالولے، نو ليويانو د کار د ختمېدو پورې د هغوئ مدد کولو تر هغه وخته پورې چې نورو اِمامانو ځانونه پاک کړل. ليويانو د ځان په پاک ساتلو کښې د اِمامانو نه زيات خيال ساتلو.


کۀ د اِمامانو د خِدمت وار وو او کۀ نه، خو چې کوم اِمامان هلته موجود وو هغوئ خپل ځانونه پاک کړل او د مقدس ځائ نه لاړل. ټولو ليويانو موسيقارانو، آسف، هيمان او يدوتون او د هغوئ ټولو خپلوانو د لټې جامې اغوستې وې. ليويان د چمټو او بينجو سره د قربان‌ګاه سره نزدې نمرخاتۀ طرف ته ولاړ وُو او د هغوئ سره يو سل او شل اِمامان وُو چې بيګلې يې غږولې. د سندرغاړو او بيګلو غږوونکو آواز او ساز به په يو ځائ اوچتېدو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او شُکر ادا کړى. ورسره يې بيګل، چمټې او نور څيزونه غږول، هغوئ به آواز اوچتولو او د مالِک خُدائ يې داسې صِفت کولو، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ، ځکه چې هغه مهربان دے، او د هغۀ مينه ابدى ده.“ بيا د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو.


اِمامانو او ليويانو د خپلو ځانونو، خلقو، د دروازو او د ښار د دېوال دپاره د پاکوالى رسم ادا کړو.


بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan