Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 15:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 15:1
14 Iomraidhean Croise  

خو بادشاه حُکم وکړو چې ابى‌سلوم دې په محل کښې نۀ اوسيږى. بادشاه وفرمائيل، ”زۀ د هغۀ ليدل نۀ غواړم.“ نو ابى‌سلوم په خپل کور کښې اوسېدو او د بادشاه مخې له به نۀ راتلو.


د هغه قلعې قبضه کولو نه پس، داؤد په دې کښې اوسېدو او ”د داؤد ښار“ نوم يې پرې کېښودو. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې د غرۀ نمرخاتۀ طرف ته زمکه په خاورو باندې ډکه شوې وه.


داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.


هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.


نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو.


هغوئ د لوظ صندوق هغه خېمې ته يوړو چې داؤد ورله تياره کړې وه او هغه يې په خېمه کښې دننه کېښودو. بيا هغوئ خُدائ پاک ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.


دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو.


داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَت‌يعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه.


بيا سليمان بادشاه د قبيلو او د بنى اِسرائيلو د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې په يروشلم کښې راغونډ شى، او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه يوسى.


تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم، او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“


د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan