9 فلستيان د رفائيم وادۍ ته رسېدلى وُو او لوټ مار يې شروع کړو.
لَو شروع کېدو ته په نزدې وخت کښې د هغه دېرشو کسانو نه درې د عدولام غار ته لاړل، چرته چې داؤد وو، په دې وخت کښې د فلستيانو فوج د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.
فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو.
يوه ورځ د مشرانو فوجيانو د دېرشو نه درې کسان يو ګټ له لاړل چرته چې داؤد د عدولام غار سره نزدې ايسار وو، چې په دې دوران کښې د فلستيانو يوې فوجى قبيلې د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.
داؤد د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”ما له په فلستيانو باندې حمله کول په کار دى څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”آو، حمله پرې وکړه. زۀ به تا له فتح درکړم.“
خو لږ وخت پس فلستيان وادۍ ته راواپس شول او لوټ مار يې شروع کړو.
کله چې فلستيان خبر شول چې هغه د بنى اِسرائيل په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر د هغۀ د نيولو دپاره لاړو. او داؤد د هغوئ سره جنګ له روان شو.
اِسرائيل به د يو داسې پټى په شان وى چې غله ترې نه رېبلے شوې او راغونډه کړے شوې وى، دا به داسې وى لکه چې د رفائيم په وادۍ کښې يو پټے شاړ پروت وى او چې د دې نه هر څۀ وړلے شوى وى.