8 کله چې فلستيان خبر شول چې هغه د بنى اِسرائيل په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر د هغۀ د نيولو دپاره لاړو. او داؤد د هغوئ سره جنګ له روان شو.
نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.
نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.
اليسمع، بعليدع او اليفلط.
فلستيان د رفائيم وادۍ ته رسېدلى وُو او لوټ مار يې شروع کړو.
د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“