3 هلته په يروشلم کښې داؤد نورې ښځې وادۀ کړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شوې.
د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول.
سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو
نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے دے او د خپلو خلقو په خاطر يې د هغۀ بادشاهۍ له برکت ورکړے دے.
د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو: سموع، سوباب، ناتن، سليمان،
هغۀ ما له ډېر زامن راکړل او د هغه ټولو نه يې سليمان خوښ کړو چې د مالِک خُدائ په بادشاهۍ يعنې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړى.
د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى.
تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پرېښودو اجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه.
د بادشاه دې ډېرې ښځې نۀ وى، ځکه چې دا به هغه د مالِک خُدائ نه واړوى، او هغه دې خپل ځان په سپينو زرو يا سرو زرو نۀ مالداره کوى.