Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 14:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د داؤد شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او مالِک خُدائ ټول قومونه د هغۀ نه يرول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 14:17
10 Iomraidhean Croise  

نو داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو او هغه د جبعون نه تر جزر پورې په فلستيانو پسې وو.


تۀ چې چرته هم تلے يې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړے دے. زۀ به تا د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.


عمونيانو عُزياه له محصُول ورکولو او هغه دومره طاقتور شو چې د هغۀ شُهرت د مِصر پورې خور شو.


منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما، بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.


په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے.


د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.


نو مالِک خُدائ د يشوَع مل وو او هغه په ټول مُلک کښې مشهور شو.


هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan