12 کله چې فلستيان تښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان د ځان نه وروستو پرېښودل او داؤد حُکم وکړو چې دا دې وسوزولے شى.
کله چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان شا ته پرېښودل او داؤد او د هغۀ سړو دا يوړل.
چې هلته کومه مقدسه ستنه وه هغه يې راوويستله او وې سوزوله.
او د هغوئ خُدايان يې اور ته اچولى دى او سوزولى يې دى، اسوريانو دا ځکه تباه کړے شول، چې په حقيقت کښې دا خُدايان نۀ وُو او تش د لرګو او کاڼو نه انسانانو جوړ کړى وُو.
نو داؤد په بعلپراضيم کښې په هغوئ باندې حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ د سېلاب په شان استعمال کړے يم چې د دشمن لښکر په مخه يوسم.“ نو په دې وجه د هغه ځائ نوم بعلپراضيم دے.
خو لږ وخت پس فلستيان وادۍ ته راواپس شول او لوټ مار يې شروع کړو.
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.
هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.
د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.
د هغوئ د قربانګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.