Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 14:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د صور بادشاه حيرام داؤد له پېغام وړُونکى ولېږل، هغۀ ورله د دِيار د لرګو سره د کاڼو، ګِلکارانو او ترکاڼانو بندوبست وکړو چې يو محل جوړ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 14:1
16 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“


د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل.


سليمان د غرونو په مُلک کښې اتيا زره سړى لرل چې کاڼى يې راويستل او اويا زره سړو دا راوړل،


د سليمان او د حيرام سړو او د جبل د ښار سړو د خُدائ پاک کور د جوړولو دپاره کاڼى او لرګى تيار کړل.


نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“


نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے دے او د خپلو خلقو په خاطر يې د هغۀ بادشاهۍ له برکت ورکړے دے.


نو کله چې داؤد بادشاه په خپل محل کښې اوسېدو، يوه ورځ هغۀ ناتن پېغمبر راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې ښائسته کور کښې اوسېږم چې د دِيار د لرګى نه جوړ دے، خو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په خېمه کښې پروت دے.“


داؤد بادشاه هغه ټولو مسافرو له حُکم ورکړو کوم چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې اوسېدل چې راغونډ شى او د هغوئ نه يې کار اخستلو. په هغوئ کښې څۀ کسانو د مالِک خُدائ د کور جوړولو دپاره کاڼى تيارول.


هغۀ اويا زره سړى د سامان راوړلو او اتيا زره سړى يې د غرونو نه د کاڼو د راويستلو دپاره مقرر کړل. درې زره او شپږ سوه داسې نور سړى وُو چې د کار مشرى يې کوله.


سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو.


خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan