4 ټول خلق دې ته راضى شول، ځکه چې خلقو ته پته ولګېده چې دا خبره صحيح ده.
نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل.
نو بيا به مونږ لاړ شُو او د خُدائ پاک د لوظ صندوق به راوړُو، چې د ساؤل بادشاه په وخت کښې ورته توجو نۀ وه شوې.“
نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَتيعريم نه يروشلم ته راوړى.
نو دا خبره بادشاه او نورو خلقو ته ښۀ ښکاره شوه،
”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى او کۀ تا سره زما فکر وى او دا تا ته ښۀ ښکارى، نو مِهربانى وکړه چې دا فرمان جارى کړه چې د همان په حُکم باندې دې عمل نۀ کيږى، دا هغه حُکم وو چې د اجاج قبيلې د همداتا زوئ همان د ټولو يهوديانو د وژلو دپاره ورکړے وو.
خو د ساؤل لور ميکل په داؤد مئينه شوه او کله چې ساؤل ترې نه خبر شو نو هغه خوشحاله شو.