Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 13:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو بيا به مونږ لاړ شُو او د خُدائ پاک د لوظ صندوق به راوړُو، چې د ساؤل بادشاه په وخت کښې ورته توجو نۀ وه شوې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 13:3
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ ټولو بنى اِسرائيلو ته اِعلان وکړو چې، ”کۀ تاسو ته منظوره وى او کۀ دا د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک رضا وى، نو راځئ چې زمونږ باقى خلقو له او د هغوئ په ښارونو کښې اِمامانو او ليويانو له پېغام وړُونکى ولېږُو او هغوئ ته ووايو چې دلته مونږ سره راغونډ شى.


ټول خلق دې ته راضى شول، ځکه چې خلقو ته پته ولګېده چې دا خبره صحيح ده.


په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“


مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.


ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو.


ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”راځئ چې لاندې لاړ شُو او په فلستيانو باندې د شپې حمله وکړُو، د سحر پورې به يې لوټ کړُو او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدو.“ هغوئ ورته ووئيل، ”څۀ چې تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغسې وکړه.“ خو اِمام ووئيل، ”راځئ چې اول د خُدائ پاک نه تپوس وکړُو.“


اخيمُلک د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې داؤد څۀ وکړى او بيا هغۀ داؤد له خوراک او د جوليت فلستى تُوره ورکړه.“


آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“


نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan