14 دا هلته درې مياشتې پاتې شو او مالِک خُدائ د عوبيد ادوم خاندان او هغه هر څۀ له برکت ورکړو چې د هغۀ وُو.
لابن هغۀ ته ووئيل، ”کۀ زۀ ستا په نظر کښې ښۀ يم نو يوه خبره به وکړم، ما ته غېبانه پته لګېدلې ده چې هم ستا په وجه مالِک خُدائ ما له برکت راکړے دے.
هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو.
نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به دا د ځان سره يروشلم ته نۀ وړى، نو هغه د لارې نه واوړېدو او صندوق يې د عوبيد ادوم کور ته يوړو، چې هغه د جات د ښار وو.
د يدوتون زوئ عوبيد ادوم او د هغۀ د قبيلې اتۀ شپېتۀ سړو د هغوئ مدد کولو. حوسه او عوبيد ادوم د دروازو د څوکيدارۍ مشران وُو.
د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.