13 نو داؤد دا د ځان سره په يروشلم کښې د داؤد ښار ته يو نۀ وړو. د هغې په ځائ دا يې د يو سړى په کور کښې پرېښودو چې نوم يې عوبيد ادوم وو، چې د جات ښار نه وو.
د دې اصلى اوسېدونکى جيتم ته تښتېدلى وُو چرته چې هغوئ تر نن ورځې پورې د مسافرو په شان اوسيږى.
داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو،
بيا داؤد د خُدائ پاک نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق څنګه د ځان سره يوسم؟“
نو داؤد بادشاه، د بنى اِسرائيلو مشران او فوجى مشران د عوبيد ادوم کور ته لاړل چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوچت کړى. او هغوئ يو لوئ جشن جوړ کړے وو.
آسف د هغوئ مشر وو او دا سړى د هغۀ مددګاران مقرر شُو: زکرياه، يعىايل، سميراموت، يحىايل، متتياه، اِلياب، بناياه، عوبيد ادوم او يعىايل. هغوئ به بينجو غږولې. آسف چمټې غږولې،
د عوبيد ادوم هم اتۀ زامن وُو، چې د عُمر په ترتيب داسې دى، سمعياه، يهوزبد، يوآخ، ساکار، نتنىايل،
د عوبيد ادوم خاندان ټول دوه شپېتۀ ډېر زيات قابل سړى د دې کار دپاره ورکړل.