12 بيا داؤد د خُدائ پاک نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق څنګه د ځان سره يوسم؟“
خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
داؤد په قهر وو ځکه چې مالِک خُدائ عُزه له په غصه کښې سزا ورکړې وه. نو هغه ځائ تر اوسه پورې فارصعُزه بللے شى.
نو داؤد دا د ځان سره په يروشلم کښې د داؤد ښار ته يو نۀ وړو. د هغې په ځائ دا يې د يو سړى په کور کښې پرېښودو چې نوم يې عوبيد ادوم وو، چې د جات ښار نه وو.
خو داؤد د دې جوګه نۀ وو چې هلته لاړ شى او د خُدائ پاک عبادت وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ د فرښتې د تُورې نه يرېدو.
ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه
نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.
نو د بيتشمس خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ، د دې مقدس خُدائ پاک په وړاندې څوک ودرېدے شى، مونږ هغه چرته ولېږُو چې زمونږ نه لرې شى؟“