11 داؤد په قهر وو ځکه چې مالِک خُدائ عُزه له په غصه کښې سزا ورکړې وه. نو هغه ځائ تر اوسه پورې فارصعُزه بللے شى.
تر نن ورځې پورې د بنى اِسرائيلو اولاد هغه پله نۀ خورى کومه چې د پتُون په بند پورې وى، ځکه چې د پتُون د بند هم په دې ځائ هغۀ يعقوب وهلے وو.
مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بېادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،
داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“
نو مالِک خُدائ سمدستى عُزه ته غصه شو او صندوق له د لاس د وړلو په وجه يې ووژلو. هغه هلته د خُدائ پاک په حضور کښې مړ شو،
بيا داؤد د خُدائ پاک نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق څنګه د ځان سره يوسم؟“
په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“
کۀ اِمامان هم ما ته نزدې راځى نو هغوئ دې هم ځان پاک کړى، ګنې زۀ مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“
خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“
نو هغۀ هغه د بيتفعور ښار ته مخامخ د موآب په مُلک کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته.
يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.