1 داؤد بادشاه د هغه ټولو آفسرانو سره مشوره وکړه چې زرو سړو د ډلو او د سلو سړو د ډلو مشران وُو.
داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو،
بيا يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راوغوښتل،
د جاد قبيلې جنګيالى فوجى مشران وُو. د هغوئ د ټولو نه کمزورو جنګيالو د سلو فوجيانو سره جنګ کولے شو او تکړه جنګيالو د زرو خِلاف جنګ کولے شو.
دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې.
د شمالى قبيلو د يساکار، زبولون او نفتالى پورې خلق د خرونو، اوښانو، قچرو او غوَيو سره راتلل چې په خوراک، اوړو، اينځرو، کشمشو، ميو او د زيتُونو تېلو باندې بار وُو. هغوئ څاروى او ګډې هم راوستل چې حلالې يې کړى او وې خورى. دا هر څۀ د هغه خوشحالۍ اظهار وو چې په ټول مُلک کښې محسوسېدله.
بيا هغۀ ټولو بنى اِسرائيلو ته اِعلان وکړو چې، ”کۀ تاسو ته منظوره وى او کۀ دا د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک رضا وى، نو راځئ چې زمونږ باقى خلقو له او د هغوئ په ښارونو کښې اِمامانو او ليويانو له پېغام وړُونکى ولېږُو او هغوئ ته ووايو چې دلته مونږ سره راغونډ شى.
سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو،
نو حزقياه سحر وختى د ښار مشران سړى راغونډ کړل او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل.
چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.
چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.