9-13 د هغوئ عُهدې په دې ترتيب باندې وې: د ټولو مشر ايصر، ورپسې عبدياه، اِلياب، مسمنه، يرمياه، عتى، اِلىايل، يوحانان، الزباد، يرمياه او مکبنى.
د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.
د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،
کله چې داؤد د صحرا په قلعه کښې وو نو د جاد د قبيلې نه ځينې تکړه او تجربهکار فوجيان د هغۀ سره ملګرى شولو. هغوئ په ډالونو او نېزو کښې ماهِران وُو، د زمرو په شان تکړه او په غرونو کښې د هوسۍ په شان تېزې منډې يې وهلې.
د جاد قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چا چې د هغوئ علاقه لويه کړه. جاد د ازمرى په شان اِنتظار کوى چې د ښکار مټ او کوپړۍ غوڅه کړى.