Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې داؤد د صحرا په قلعه کښې وو نو د جاد د قبيلې نه ځينې تکړه او تجربه‌کار فوجيان د هغۀ سره ملګرى شولو. هغوئ په ډالونو او نېزو کښې ماهِران وُو، د زمرو په شان تکړه او په غرونو کښې د هوسۍ په شان تېزې منډې يې وهلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 12:8
17 Iomraidhean Croise  

ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.


بيا به د ټولو نه تکړه سړے هم يريږى د چا چې د ازمرى په شان زړۀ وى ځکه چې په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ده چې ستا پلار يو لوئ فوجى دے او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى.


د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،


د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.


په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيت‌لحم قبضه کړے وو.


د قبضئيل د يهويدع زوئ بناياه يو تکړه فوجى وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې، چې په دې کښې د دوو تکړه موآبيانو جنګيالو وژل هم شامل وُو. يو بل ځل چې واوره ورېدله نو هغه لاندې يوې کندې ته لاړو او يو زمرے يې ووژلو.


يو ځل د بنيامين او يهوداه د قبيلو د سړو يوه ډله هغه قلعې ته لاړه چرته چې داؤد وو.


د هغوئ عُهدې په دې ترتيب باندې وې: د ټولو مشر ايصر، ورپسې عبدياه، اِلياب، مسمنه، يرمياه، عتى، اِلى‌ايل، يوحانان، الزباد، يرمياه او مکبنى.


امصياه بادشاه د يهوداه او د بنيامين د قبيلو ټول سړى د خپلو خپلو کورَنو په مطابق په فوجى ډلو کښې رايوځائ کړل او د زرو کسانو د ډلو او د سلو کسانو د ډلو دپاره يې فوجى مشران مقرر کړل. په دې کښې هغه ټول سړى شامل وُو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، چې ټول درې لاکه وُو. هغوئ خوښ کړے شوى فوجيان وُو، د جنګ دپاره تيار وُو او د نېزو او ډالونو په استعمالولو کښې تکړه وُو.


بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.


نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه.


زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.


اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.


داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.


داؤد روان شو او د عين‌جدى علاقې ته لاړو، هلته په محفوظ ځايونو کښې اوسېدو.


نو داؤد د ساؤل سره هغه لوظ وکړو. نو ساؤل واپس کور ته لاړو او داؤد او د هغۀ سړى محفوظو ځايونو ته لاړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan