Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 12:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 د شمالى قبيلو د يساکار، زبولون او نفتالى پورې خلق د خرونو، اوښانو، قچرو او غوَيو سره راتلل چې په خوراک، اوړو، اينځرو، کشمشو، ميو او د زيتُونو تېلو باندې بار وُو. هغوئ څاروى او ګډې هم راوستل چې حلالې يې کړى او وې خورى. دا هر څۀ د هغه خوشحالۍ اظهار وو چې په ټول مُلک کښې محسوسېدله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 12:40
14 Iomraidhean Croise  

کله چې داؤد د غرۀ د سر نه لږ مخکښې تلے وو، نو هغه ناڅاپه د مفيبوست د نوکر ضيبا سره مِلاو شو، د هغۀ سره دوه خرونه وُو چې دوه سوو ډوډو، يو سل موټى کشمشو، سل موټى د اوړى مېوو او د ميو ډکه يوه مشکيزه پرې بار وُو.


بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله.


ټول خلق خوشحاله وُو او په ښار کښې امن وو، ځکه چې عتلياه په محل کښې وژلے شوې وه.


هغوئ هلته د داؤد سره درې ورځې تېرې کړې، د هغه مېلمستيا نه يې خوړل څښل کول چې د هغوئ خپلوانو ورله تيار کړے وو.


داؤد بادشاه د هغه ټولو آفسرانو سره مشوره وکړه چې زرو سړو د ډلو او د سلو سړو د ډلو مشران وُو.


چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو.


کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى.


کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“


ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan