38 دا ټول فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، حبرون ته لاړل. د هغوئ اراده دا وه چې داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړى. نو د ټولو بنى اِسرائيلو په دې خبره باندې اتفاق وو.
او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو.
تاسو يعنې د هغۀ خلق دې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پوره وفادار وى، چې د هغۀ په ټول قانون او حُکمونو باندې هم هغه شان عمل کوئ لکه څنګه چې نن کوئ.“
”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.
هغوئ هلته د داؤد سره درې ورځې تېرې کړې، د هغه مېلمستيا نه يې خوړل څښل کول چې د هغوئ خپلوانو ورله تيار کړے وو.
خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.
زۀ به احتياط کوم چې بېداغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم.