Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 12:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3-7 هغوئ د جبعه ښار نه د سماعه د زامنو د لوئ مشر اخيعزر او دوېم مشر يوآس د مشرۍ لاندې وُو. هغه فوجيان دا وُو: يزئيل او فِلِط چې د عزماوت زامن وُو، براکه او د عنتوت نه ياهُو، د جبعون اِسماعيه چې مشهور فوجى او د هغه دېرشو نه يو مشر وو، يرمياه، يحزى‌ايل، يوحانان او د جديره يوزبد، العوزى، يريموت، بعلياه، سمرياه، سفطياه خروفى، القنه، يسياه، عزراېل، يوعزر او د قورح د قبيلې يسوبعام، د جدور د يروحام زامن، يوعيله او زبدياه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 12:3
8 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“


دا ټول تکړه لينده چلوونکى وُو، هغوئ په ښى او ګس لاس دواړو باندې غشى او د ليندې کاڼى ويشتلے شول. هغوئ د بنيامين د قبيلې نه د ساؤل خپلوان وُو.


په څلورمه ورځ هغوئ د براکه په وادۍ کښې راغونډ شول او د هغه هر څۀ دپاره يې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو چې څۀ هغۀ کړى وُو. نو په دې وجه د هغه وادۍ نوم ”براکه“ دے.


پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan