22 تقريباً هره ورځ به نوى سړى د داؤد سره شاملېدل، تر دې پورې چې د هغۀ لښکر د خُدائ پاک د لښکر په شان لوئ شو.
چې هغه يې وليدلې، نو وې فرمائيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نوم کېښودو.
کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل.
خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“
هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“
نو داؤده، تاسو ټول چا چې ساؤل پرېښے دے او ما له راغلى يئ، سبا سحر وختى پاڅئ او چې څنګه رڼا شى نو لاړ شئ.“
نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو