Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 12:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 12:20
9 Iomraidhean Croise  

د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.


هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو.


العينى، ضلتى اِلى‌ايل،


د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.


نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.


يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“


نو داؤد او د هغۀ سړى په ورپسې ورځ سحر وختى روان شول چې فلستى مُلک ته واپس لاړ شى او فلستيان يزرعيل ته لاړل.


فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“


خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan