اول تواريخ 12:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 داؤد مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د دوستانو په شان دلته زما مدد له راغلى يئ، نو په خېر راغلئ. زمونږ سره ملګرى شئ. خو کۀ ستاسو اراده دا وى چې دوکه مې کړئ او دشمن ته مې حواله کړئ، اګر چې ما تاسو له د تکليف رسولو کوشش هم نۀ دے کړے، نو زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاک به د دې نه خبر شى او تاسو له به سزا درکړى.“ Faic an caibideil |
ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.