14 د جاد قبيلې جنګيالى فوجى مشران وُو. د هغوئ د ټولو نه کمزورو جنګيالو د سلو فوجيانو سره جنګ کولے شو او تکړه جنګيالو د زرو خِلاف جنګ کولے شو.
ستاسو پينځۀ کسان به سلو له شکست ورکړى او سل کسان به لسو زرو له شکست ورکړى. ستاسو دشمنان به په جګړه کښې شکست وخورى.
ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.