1 دا هغه سړى دى چې په صِقلاج کښې د داؤد سره په هغه وخت ملګرى شول چې هغه د قيس زوئ ساؤل نه پټېدو. هغوئ د هغه جنګيالو نه وُو چا چې د داؤد په حق کښې جنګ وکړو.
د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.
هغۀ خپل سړى او د هغوئ خاندان هم د ځان سره بوتلل او د حبرون نه ګېرچاپېره په ښارونو کښې دېره شول.
کوم پېغام وړونکے چې په صِقلاج کښې ما له راغلو او د ساؤل د مرګ نه يې خبر کړم د هغۀ خيال دا وو چې ګنې هغۀ يو زېرے راوړے دے خو هغه ما ونيولو او ومې وژلو. هغۀ له ما په زېرى کښې داسې اِنعام ورکړو.
د داؤد د تکړه فوجيانو مشران دا دى. ټولو بنى اِسرائيلو په شريکه دا فېصله وکړه چې داؤد خپل بادشاه جوړ کړى لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه.
او وې فرمائيل، ”دا زۀ هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به د دې سړو د وينې څښلو په شان وى چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو تکړه فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.
نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.
نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل پلار وو. د ساؤل څلور زامن وُو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.