Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 داؤد نور هم تکړه کېدو، ځکه چې ربُ الافواج د هغۀ مل وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:9
13 Iomraidhean Croise  

کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل.


هغه وخت په وخت نور هم تکړه کېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ مل وو.


هغۀ ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې بره ختلى پټى وُو او د ګېرچاپېره علاقې پورې يې خور کړو او يوآب باقى ښار بيا جوړ کړو.


د اِلى‌عزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.


په ټوله بادشاهۍ کښې دا ښۀ مشهوره وه چې مردکى اوس په محل کښې يو تکړه سړے وو او نور هم تکړه کېدو.


خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan