اول تواريخ 11:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 هغۀ ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې بره ختلى پټى وُو او د ګېرچاپېره علاقې پورې يې خور کړو او يوآب باقى ښار بيا جوړ کړو. Faic an caibideil |
د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د خپلو ملګرو او د سامرى فوجيانو په مخکښې يې ووئيل، ”دا بدبخته يهوديان چې څۀ کوى د هغې په حقله يې څۀ خيال دے؟ د هغوئ اراده د ښار بيا جوړولو ده څۀ؟ ولې د هغوئ خيال دا دے چې صِرف د يو څو قربانو پېش کولو په وجه به هغوئ هغه دېوال په يوه ورځ کښې جوړ کړى؟ هغوئ د سوزېدلو کاڼو او د ملبې د ډېرى نه د عمارت کاڼى جوړولے شى څۀ؟“