Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 داؤد بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان لاړل او د يروشلم په ښار يې حمله وکړه. په هغه وخت کښې يروشلم د يبوس په نوم يادېدو او د هغۀ مُلک اصلى اوسېدونکى يعنې يبوسيان تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 11:4
10 Iomraidhean Croise  

يبوسى، امورى، جرجاسى،


د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو او د يبوسيانو مُلک هم ورکوم.“


يبوسيانو داؤد ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله ښار ته ورننه نۀ وځې.“ خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه ونيوله او دا ځائ د داؤد په ښار مشهور شو.


ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے.


ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan